ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بریټانیا ځانګړی استازی د مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې؛ لندن به له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د بریټانیا له ځانګړي استازي ریچارد لیندسي سره لیدنه وکړه.

 په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارد لیندسي د پاکستان او افغانستان تر منځ د اوربند ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې کابل او اسلام اباد د دایمي اوربند لپاره په ګډه کار وکړي.

 نوموړي له اړمنو سره د اسلامي امارت مرستې او د هغوی ستونزو ته پر وخت رسېدنه د حکومت بریا وبلله او یادونه یې وکړه، چې بریټانیا د افغانستان په ختېځ کې له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه څلور میلیونه پونډ ځانګړي کړي، چې د ملګرو ملتونو د ادارو لخوا زیانمنو ته رسول کېږي.

 ښاغلي ریچارد لیندسي افغانستان ته د کډوالو راتګ او طبیعي پيښې، بشري مرستو ته د اړتیا د لوړېدو سبب یاد کړ او وې ویل، چې لندن به له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

مولوي عبدالکبیر دانګلیستان ځانګړي استازي ته ښه راغلاست وویل او له افغانانو سره یې د لندن د بشري مرستو له امله مننه وکړه.

 نوموړي یادونه وکړه، چې اسلامي امارت د افغان کډوالو او اړمنو د لاس نیوي په موخه له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلي او زیاته یې کړه، چې افغان حکومت له راستنېدونکو سره د لنډ مهاله مرستو سربېره هغوی ته د دایمي سرپنا په موخه ګڼ ښارګوټي په نظر کې نیولي، چې دا مهال پر ځينو یې کار روان دی.

د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د کډوالۍ د دایمي حل او د راستنو شویو د ژوند د وضعیت د ښه کېدو په برخه کې ښارګوټي مهم وبلل او د ښارګوټو په رغولو کې یې د بریټانیا په ګډون د نورو مرستندویه هېوادونو مرستې مهمې وبللې.