د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال دوکتور محمدنعیم د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیاو یونګ سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو موضوعاتو او اړيکو ترڅنګ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي کړکېچ په اړه خبرې شوې دي.
دوکتور محمد نعیم ویلي، چین او افغانستان دوه تاريخي ګاونډي هېوادونه دي، چې ډېر مشترکات سره لري.
نوموړي د چين له ملاتړ څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابلو اړيکو پر بنسټ تعامل ته ژمن دی او هيچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضرر وکاروي.
دوکتور محمد نعیم د افغانستان او پاکستان وروستۍ جګړې ته په اشارې ویلي، له بده مرغه پاکستان له تېرو څلورو کلونو راهیسې د اسلامي امارت حوصله ازمايي؛ تر دې چې اسلامي امارت ځوابي عکس العمل ته اړ شو.
نوموړي زیاته کړې، د اسلامي امارت ثابت موقف دا دی چې د ستونزو حل په خبرو او تفاهم کې دی.
ورته مهال یوشیاو یونګ ویلي، چین له افغانستان سره د اوږدمهاله او پر متقابل درناوي ولاړو اړیکو د پیاوړتیا هیله لري او د دې هېواد د ملي حاکمیت او ارزښتونو درناوی کوي.
نوموړي زیاته کړې، چین هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د حل لپاره رغنده رول ولوبوي او په دې لړ کې د قطر او ترکیې د منځګړیتوب هرکلی کوي.

