د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رییس مولوي محمد یوسف مستري په ترکیه کې د زندانونو د تربیت او اصلاح په موخه جوړ شوي، ۲۷م نړیوال کنفرانس (ICPA) کې ګډون وکړ.
د زندانونو چارو د سمون اداره وایي، دغه کنفرانس کې به ګډونوال د زندانونو د اصلاح، د زندانیانو د روزنې او زدهکړې، د زندان کارکوونکو د مسلکي پرمختګ او د هغوی ته د اسانتیاوو برابرولو او عصري کولو په اړه خپل نظریات او تجربې شریکې کړي.
مولوي محمد یوسف مستري ویلي، چې دا ډول نړیوال کنفرانسونه د تجربو د شریکولو او د عصري اصلاحاتي میتودونو د زده کړې لپاره ښه فرصت برابروي.
د یادونې وړ ده، چې دغه کنفرانس د ۸۵ هېوادونو د استازو او نړیوالو سازمانونو په ګډون د روان لمریز کال د اکټوبر میاشتې له ۲۶مې پیل شوی، چې د همدې میاشتې تر ۳۱مې نیټې به دوام وکړي.

