د بهرنيو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت له سرپرستې او د سیاسي څانګې له مشرې اغلې جورجټ ګانیون سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر د دوحې پروسې کاري ګروپونو ته په اشاره ویلي، چې افغانستان کې د نشهیي توکو کښت صفر ته نږدې شوی، د خصوصي سکتور د ملاتړ برخه کې هم اړین ګامونه پورته شوي دي.
ښاغلي متقي ټینګار کړی، چې اړونده لوري هم د مخته تګ لپاره نور ملموس قدمونه واخلي.
همدرانګه اغلې جورجیټ په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستاني ملېشو له لوري د بمبار له امله د ښځو، ماشومانو او ملکي وګړو په مړینه خواشیني څرګنده کړې او یادونه یې کړې، چې د ملکي تلفاتو مخنيوي لپاره باید نړیوالو قوانین مراعات شي.
دغه راز نوموړې د نشهيي توکو د کنټرول او خصوصي سکتور د ملاتړ کاري ګروپونو کار مثبت ارزولی او د دوحې د پروسې تر چتر لاندې یې په نورو برخو کې د ګډ کار وړاندیز کړی دی.
اغلې جورجیټ همداراز څرګنده کړې، چې دوی په مسلسله توګه له بهرنیو ډونرانو سره ښکیل دي، ترڅو افغانستان سره د تعامل او مرستو په برخه کې نورې اسانتیاوې رامنځته شي.

