ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلام کلا په ګمرک کې نږدې ۱۰۰ ټنه قاچاقي او بې‌کیفیته تېل له منځه یوړل شول

د مالیې وزارت وایي، چې د هرات ولایت د اسلام کلا په ګمرک کې شاوخوا ۱۰۰ ټنه قاچاقي او بې‌کیفیته پټرول او ډیزل تېل د محکمې د حکم له مخې، د اړوندو باصلاحیته ادارو د استازو په شتون کې له منځه یوړل شول.

دغه تېل، چې په بېلابېلو وختونو کې د قاچاق کوونکو له لوري په سوداګریزو موټرو کې په پټه افغانستان ته راوړل کېدل، د ګمرکي مسولینو له لوري نیول شوي او د لابراتواري معاینې او تحلیل وروسته د له منځه وړلو پرېکړه شوې.

د مالیې وزارت په وینا، د هېواد په ټولو ګمرکونو کې سوداګریز توکي په دقیق ډول کتل کېږي او هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي، چې بې‌کیفیته یا ممنوعه توکي وارد او یا صادر کړي.