ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د فوربس په لیست کې رونالډو له میسي وړاندې شو

د نړۍ شتمنو لوبغاړو لیست، چې د فوربس سازمان له لوري نشرېږي، د فوټبال مشهور لوبغاړی رونالډو د ۲۶۰ میلیونه ډالرو په درلودلو سره تر ټول زیات شمتن پکې ښودل شوی.

نوموړي دا پیسې د سعودي عربستان په لیګ کې د النصر ټیم سره له قرارداد کولو ورسته ترلاسه کړې دي.

د فوټبال بل مشهور لوبغاړی میسي په دې لیست کې د ۱۳۵ میلیونه ډالرو په درلودلو سره دویم مقام خپل کړی.

نیمر، ایمباپي، کریم بینزما، هولند او محمد صلاح نور هغه فوټبالر دي، چې له رونالډو او میسي وروسته یو پر بل پسې په دې لیست کې شامل دي.