ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د فنلنډ له سفیرې سره د افغاني سرې میاشتې د سرپرست لیدنه؛ افغانستان کې د بشري فعالیتونو په تړاو خبرې شوې

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او مل پلاوي د افغانستان لپاره د فنلنډ سفارت له سفیرې هیلي کانروا او د فنلنډ د سره صلیب له استازي سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د هرات د زلزلې او افغانستان کې د بشري فعالیتونو په تړاو لیدنه کړې.

مولوي مطیع الحق خالص له افغاني سرې میاشتې سره د فنلنډ هېواد د همکارۍ مننه او ستاینه کړې او د هرات د زلزلې او افغانستان کې د طبیعي پیښو له تفصیلي یادونې وروسته یې افغانستان کې د افغاني سرې میاشتې پر پیاوړي رول، ظرفیت او شفافیت خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي؛ موږ له اړمنو او زیانمنو سره د مرستو بېړنۍ او اوږدمهاله کټګوري لرو، چې د طبیعي پیښو پر وخت له زیانمنو سره خوراکي، غیرې خوراکي او نغدي مرستې کوو.

دغه‌راز د اوږد مهاله لاسنیوي په برخه کې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو او رواني ناروغانو درملنه او له کونډو، یتیمانو، سوالګرو او معتادینو سره مرستې او دوی ته حرفوي زده کړې شاملې دي.

ښاغلي خالص زیاته کړې، چې د هرات زلزلې مونږ اندیښمن کړي یو، ځکه اړینه ده زیانمنو ته د ژمي له راتګ وړاندې سرپناه چمتو شي.

د افغاني سرې میاشتې د سرپرست په وینا؛ اړینه ده بهرني مرسته کوونکي افغانستان کې خپل بشري فعالیتونه د افغاني سرې میاشتې له لارې ترسره کړي، ځکه افغاني سره میاشت په بشپړه خپلواکۍ د نړیوالو سازمانونو په پرتله د پروژو په تطبیق کې څو برابره کم لګښت لري.

د افغانستان لپاره د فنلنډ سفارت سفیرې هیلي کانرو د هرات پر پېښه د غمرازۍ له اظهار وروسته ویلي؛ موږ غواړو افغانستان کې د افغاني سرې میاشتې په څېر د خپلواکو ادارو له لارې ګډ کار وکړو او په بشري فعالیتونو کې افغانستان مونږ ته لومړیتوب لري.

نوموړې زیاته کړې؛ زموږ هڅه دا ده، چې افغانستان کې د روغتیا په برخه کې بشري خدمات ترسره کړو.

دغه راز هڅه کوو، چې افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړو او پر وګړو د مستقیم اغېز له امله د افغاني سرې میاشتې د مرستندویو فعالیتونو ملاتړ وکړو.