د افغانستان د خصوصي ښوونځیو ټولنه وايي، چې د روان کال له پيل راهیسې په ټول هېواد کې شاوخوا ۵۰۰ نویو خصوصي ښوونځیو فعالیت پیل کړی.
د یادې ټولنې غړي او د خصوصي ښوونځیو مسولین د پوهنې وزارت له لوري د برابرو شویو سهولتونو هرکلی کوي او وایي، چې په دې برخه کې له پخوا را پاتې ځینو ستونزو ته هم باید رسیدنه وشي.
ورته مهال پوهنې وزارت د خصوصي ښونځیو د زیاتوالي لامل هغوی ته د پخوانیو جریمو او مالیې معافیت او د ګڼو اسانتیاوو برابرول ګڼي او وایي، چې د نویو طرز العملونو په عملي کېدو سره به د دوی ستونزې په بشپړ ډول حل شي.
هېوادوال د خصوصي ښونځیو په ګډون د تعلیمي سکټور وده مهمه ګڼي او وايي، چې له یوې خوا مو ښوونیز سیسټم پیاوړی کېږي او له بل لوري خلکو ته کاري فرصتونه برابرېږي.