ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هرات کې زلزله ځپلو ته د بېړنیو مرستو په رسولو د افغاني سرې میاشتې د سرپرست ټینګار

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص افغانستان لپاره د کاناډا سفارت له ارشد سلاکار الیاس عرفان سره په دوحه کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست افغانستان سره د کاناډا هېواد د تېرو مرستو مننه کړې او ویلي یې دي؛ هرات ولایت کې وروستۍ زلزلې ستر بشري ناورین رامنځته کړی، چې پراخ زیانونه یې اړولي او کلي یې په هدیرو بدل کړي.

اړینه ده په بیړه بې سرپناه وګړو ته کورونه جوړ شي ترڅو د ژمي له یخنۍ خوندي وي.

نوموړي د افغاني سرې میاشتې له لوري د پیښو پر وخت د بېړنیو مرستو، له اړمنو سره پر اوږد مهاله مرستو او د افغاني سرې میاشتې د مرستونونو له لارې د کونډو، یتیمانو، سوالګرو او بېوزلو پر لاسنیوي خبرې کړې دي.

ښاغلي خالص زیاته کړې، چې نړیوال باید بشري مرستې په سیاست پورې ونه تړي.

افغانستان کې د کاناډا د سفارت ارشد سلاکار ښاغلي الیاس عرفان ژمنه کړې، چې اړوند موضوعات به له کاناډایي اړوندو مسولینو سره شریک کړي او دوی هڅه کوي افغانستان کې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي ویلي، چې د کاناډا حکومت افغانستان کې د نړیوال بانک له لوري د روغتیایي پروژو مالي ملاتړ کوي.

ښاغلي الیاس زیاته کړې؛ هڅه کوو چې د افغاني سرې میاشتې له لارې هم افغانستان کې په بشري خدماتو کې ونډه واخلو.