ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امريکا د نفتو په يوې تصفیه خونه کې د چاودنې له امله پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې

د امریکا ټیګزاس ایالت په پورټ ارټور کې د خامو نفتو په یوې تصفیه خونه کې چاودنه شوې.

د امریکايي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د یادې چاودنې له امله پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې او د سیمې اوسېدونکو ته امر شوی، چې په کورونو کې پاتې شي.

یادې کارخونې په یوه ورځ کې د ۳۸۰ زره بېرلو نفتو د تصفیې وړتیا لرله.