ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

احمد ولي هوتک خپل قزاقستاني سیال ته ماته ورکړه

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي احمد ولي هوتک تېره شپه د روسیې په مرکز ـ مسکو کې په WTKF سازمان کې خپل قزاقستاني سیال ماکات‌عبدالقدیروف ته په یوه په زړه پورې سیالۍ کې ماته ورکړه. دغه لوبه په درې روانډونو کې تر تیب شوې وه، چې هر راونډ ۳ دقیقې وخت درلود.
له یوې سختې او جذابې سیالۍ وروسته احمد ولي هوتک خپل سیال په دویم راونډ کې د سبمېشن په کارولو سره تسلیم کړ او لوبه یې په خپل نوم کړه. په دې بریا سره هوتک د خپلو ګټل شویو لوبو په لیست کې ۱۱مه بریا هم وراضافه کړه.
هوتک په خپله ټوله لوبیزه دوره کې ټولټال ۱۲ لوبې کړي، چې ۱۱ یې ګټلې او یوازې یوه یې بایللې ده.