ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال په تاشکند کې د “اوبو اوونۍ” فورم کې ګډون وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر اخوندزاده، د اوزبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې «د اوبو اونۍ» تر عنوان لاندې د وزیرانو په کچه مهم فورم کې ګډون او وینا وکړه.

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، مجیب الرحمن عمر اخوندزاده په یاد فورم کې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د اوبو عادلانه وېش پر اهمیت، د اوبو ډیپلوماسۍ پر پیاوړتیا، د اوبو د مدیریت په برخه کې د نوې ټکنالوژۍ پر کارونې او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې د ګډو همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

دغه‌راز نوموړي د امو سیند سواحلو د وېجاړۍ د مخنیوي په اړه هم خبرې کړې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د اوبو مدیریت په برخه کې د ګاونډیو هېوادونو حقونو ته ژمن دی.

ښاغلي اخوندزاده همدارنګه، د یاد فورم په څنډه کې د اوزبیکستان د اوبو له وزیر شوکت خمرایف سره په لیدنه کې؛ د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د اوبو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې د “اوبو اوونۍ” په فورم کې د اسلامي امارت د چارواکو ګډون، د افغانستان لپاره یو مهم ګام بلل کېږي او افغانستان کولای شي له دې لارې په نړیوالو او سیمه‌ییزو بحثونو کې خپل شتون لا پیاوړی کړي او د متقابلو همکاریو نوی باب پرانیزي.