ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سلګونه زره امریکايانو د ډونالډ ټرمپ د ناسمو سیاستونو خلاف لاریونونه پیل کړي

د امریکا په ټولو ایالتونو کې سلګونه زره امریکایانو د دې هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناسمو سیاستونو پر وړاندې پراخ لاریونونه پیل کړي.

دغه لاریونونه «پاچاهان نشته» تر شعار لاندې پیل شوي چې د استبداد مخالفت څرګندوي.

لاریون کوونکي د ایران پر وړاندې د جګړې د پیل، د کډوالو د اېستلو او یو شمېر نور ناسمو او استبدادي سیاستونو له امله د ټرمپ مخالفت څرګندوي.

د دغه لاریونونو تنظیموونکي وایي، چې په همدې موخه یې د امریکا په ټولو ایالتونو کې له ۳۲۰۰ څخه ډېرې غونډې پلان کړي دي.