ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د اوزبیکستان د نمنګان والي لیدنه؛ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د اوزبیکستان د نمنګان ولایت له والي شوکت عبدالرازقوف او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د دې لیدنې موخه د افغانستان او اوزبیکستان تر منځ، په ځانګړي ډول د نمنګان ولایت سره، د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا او پیاوړتیا ده.

یاد وزارت زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د دواګانو د صادارتو، چرګانو د روزنې، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو په برخه کې ګډو پانګونو او همدارنګه د زراعتي ماشینونو او څاڅکي اوبو لګولو د سیستمونو د صادراتو په اړه خبرې شوې دي.

ښاغلي عزیزی د افغانستان له لوري د ګډو همکاریو د پراختیا او د پانګونې د فرصتونو د رامنځته کولو، په ځانګړي ډول د سړو خونو او د کرنیزو او طبیعي محصولاتو د کارخونو په برخه کې ډاډ ورکړی.

له بلې خوا، د نمنګان والي د اسلامي امارت د مثبتو نوښتونو او لیدلوریو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې هېواد یې افغانان خپل دوستان ګڼي.

همدرانګه ویل شوي چې د غونډې په پای کې پرېکړه شوې، چې د افغانستان د خصوصي سکتور یو پلاوی د سوداګریزو فرصتونو د پېژندلو لپاره به اوزبیکستان ته سفر وکړي.