ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۱۵۲ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

تولکټو وزارت وایي، چې په تېره اوونۍ کې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د کب میاشتې له ۲۹ نیټې څخه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وري/حمل میاشتې تر ۶ نیټې پورې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۵۱ زره او ۷۵۰ متریک ټنه انتقالات شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د حیرتان بندر له لارې ۹۹ زره او ۳۵۴ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۸ زره او۳۰۰ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۲۰زره او ۵۴۵ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۳ زره او ۵۵۱ ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال۱۵۱ زره او ۷۵۰ټنه نفتي، غیرې نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد شوي دي.

همدارنګه د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تېره اوونۍ کې ۶۳ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه ده.

د یاد وزارت په وینا، هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.