ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عبد العظیم بدخشي خپل کوریایي سیال ته ماته ورکړه

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي عبد العظیم بدخشي خپل کوریايي سیال هی‌جین‌پارک ته ماتې ورکړه.

د دې دوو ورزشکارانو تر منځ لوبه د شنبې په ورځ د هندوستان په ماټریکس فایټ نایټ سازمان کې په ۶۸ کیلو وزن ترسره شوه.

په دې سخته او جذابه سیالۍ کې عبدالعظیم بدخشي اتلولي پر خپل نوم کړ او خپل سیال یې مات کړ.

بدخشي د خپلو سیالیو په لړ کې تر اوسه ۱۷ لوبې کړې، چې ۱۴ یې ګټلې دي.