د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وري میاشتې په ۱۱مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې پنځم بلاک، چې ۱۰.۵۱ کیلومتره مربع مساحت لري تړون لاسلیک کړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د یاد تړون له مخې، به د قراردادي شرکت له لوري په ياد کان ۵ میلیونه او ۳۴۲ زره امریکایي ډالر پانګونه وشي.
ملا هدایتالله بدري ویلي، دغه تړون د هر ټن مالګې په بدل کې د ۱۵۰۰ افغانیو رویالټي په ټاکلو سره د ۱۵ کلونو لپاره په دې شرط لاسلیک شوی، چې شرکت به د کانونو له قانون، کړنلارې او خپلو ژمنو سره سم خپلې چارې پر مخ وړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت په وینا، یاد شرکت به د رویالټي تر ورکړې سربېره د ټولنیزو خدمتونو او چاپېریال ساتنې په برخو کې هم خپلې ژمنې عملي کړي.
د معلوماتو له مخې، د دې پروژې په عملي کېدو سره لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

