د ملګرو ملتونو د بشر حقونو دفتر ویلي، چې له لویدیځې غاړې په ځانګړې توګه له ختیځ بیتالمقدس څخه په جبري توګه د فلسطیني کورنیو په اېستلو کې د پام وړ زیاتوالي راغلی.
په اشغال شوي فلسطین کې د دې بنسټ لوړ پوړي مسول اجیت سونګهای ویلي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷ نیټې راهیسې د اېستلو محدودې پېښې په منظمو او پلان شویو اقداماتو اوښتې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د تېر یوه کال پر مهال له اشغال شوې لویدیځې غاړې له دې ډلې له ختیخ بیتالمقدس څخه ۳۶ زره فلسطینیان په زور اېستل شوي دي.

