ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بغداد کې د امریکا سفارت له امريکايي وګړو غوښتي چې سمدستي د دې له عراق څخه ووځي

عراق کې د امریکا سفارت په یوې اعلامیه کې د راتلونکو ۲۴ یا ۴۸ ساعتونو پر مهال بغداد کې پر امریکایي وګړو د احتمالي بریدونو خبرداری ورکړی.

د دې سفارت په اعلامیه کې امریکایي وګړي، پوهنتونونه، ډیپلوماتیک تاسیسات، هوټلونه، هوایي ډګرونه او نور ځایونه چې د امریکا اړوند کېږي، د دې بریدونو احتمالي موخې یادې شوې دي.

بغداد کې د امریکا سفارت له امریکایي وګړو غوښتي، چې سمدستي دې له عراق څخه ووځي او نورو امریکایانو ته یې هم خبرداری ورکړی چې عراق ته له سفر کولو ډډه وکړي.