د اسرائیلو مرکزي بانک د شمېرو پر اساس، د ۲۰۲۳ کال، اکتوبر میاشتې راهیسې د غزې جګړې سربېره له حوثیانو، لبنان او ایران سره په جګړو باندې د صهیونیستي رژیم نږدې ۱۱۲ میلیارده ډالر لګښت راغلی دی.
د شمېرو له مخې، پر دغو جګړو هره ورځ په منځني ډول ۹۶ میلیونه ډالر لګښت راغلی، چې دا د اسرائیلو پر اقتصاد دروند بار بلل کېږي.
د یادونې وړ ده، دغو جګړو په نړیواله کچه د صهیونیستي رژیم سیاسي او اقتصادي حیثیت ته سخت زیان اړولی دی.

