ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټرمپ په ایران کې د امريکايي پیلوټ د ژغورل کېدو خبر ورکړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ایران په فضا کې د نسکورې شوې ایف ـ ۱۵ امریکایي الوتکې لادرکه شوی پیلوټ د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال ژغورل شوی دی.

ټرمپ په یوه پیغام کې ویلي، چې امریکایي ځواکونو د تېرو څو ساعتونو پر مهال د دې پیلوټ «د پلټنې او ژغورنې تر ټولو زړور» عملیات تر سره کړل.

د ټرمپ په وینا، په دې عملیاتو کې «لسګونه الوتکو» برخه اخیستې وه او سربېره پر دې چې پیلوټ ټپی شوی، خو روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.