ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ایران له سعودي عربستان او اماراتو غوښتي چې د ښه ګاونډیتوب اصول رعایت کړي

ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش او د دې سازمان د امنیت شورا رییس ته په استول شویو لیکونو کې له سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو څخه غوښتي، چې د ښه‌ ګاونډیتوب اصول رعایت کړي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، ښاغلي ایرواني په دې لیکونو کې ټینګار کړی، چې سعودي او امارات باید د ایران پر وړاندې د دوی قلمرو د کارېدو مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده،چې تر دې وړاندې هم امیر سعید ایرواني د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د امنیت شورا رییس ته په جلا جلا لیکونو کې پر متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، قطر او کویټ اعتراض کړی و.