د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، تراوسه ۱۴ میلیونه ایرانیانو چمتووالی ښودلی، چې د ایران د دفاع لپاره خپل ځانونه قربان کړي.
ښاغلي پزشکیان په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «ما هم د ایران لپاره قرباني ورکړې، اوس هم پر همدې لار روان یم او راتلونکې کې به هم دوام ورکړم.»

