د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر، په خپل کتري دفتر کې په پېښور کې د افغانستان جنرال قونسل حافظ محبالله شاکر سره لیدنه وکړه.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغانانو پر وضعیت خبرې وشوې.
حافظ محبالله شاکر وویل، په پاکستان کې د کډوالو د ثبت بهیر کې افغان راستنېدونکي له جدي ستونزو سره مخ دي او زرګونه کورنۍ لا هم د ثبت په تمه دي.
نوموړي زیاته کړه، چې افغان ډیپلوماتانو څو ځلې د افغانانو وضعیت له نږدې څارلی او که د پاکستان حکومت د ثبت په بهیر کې اسانتیاوې رامنځته او کاري وخت وغځوي، ډېری ستونزې به حل شي.
ښاغلي شاکر همداراز د فرضي کرښې هغې غاړې ته د بند پاتې افغان کورنیو د ستونزو د حل لپاره یو شمېر وړاندیزونه شریک کړل.
ورته مهال مولوي عبدالکبیر افغان جنرال قونسل ته ښه راغلاست وویل او د کډوالو د ستونزو په برخه کې یې د هغوی هڅې وستایلې.
دغهراز ښاغلي وزیر شوي وړاندیزونه مهم وبلل او زیاته یې کړه، چې د فرضې کرښې هغې غاړې ته د بند پاتې راستنېدونکو د ستونزو د حل په موخه به لاس په کار شي او د خوراکي او غیري خوراکي توکو د چمتو کولو لپاره به مالي امکانات ولېږي.
مولوي عبدالکبیر همداراز ټینګار وکړ، چې د راستنېدونکو د ملاتړ لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي او د هغوی د ستونزو حل د حکومت له لومړیتوبونو څخه دی.
د نوموړي په وینا، چې د بند پاتې افغان کډوالو ستونزې به له نړیوالو ادارو سره هم شریکې شي.

