د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي شمال او شمال شرق ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې کندوز ولایت ته تللی.
نوموړي په دې سفر کې له یو شمېر سیمهییزو مسولینو سره د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا، د کورني صنعت د ودې او پر یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.
همدارنګه د صنعت او سوداګرۍ وزیر د کندوز ولایت د صنعتي پارک له ساحې څخه لیدنه وکړه، چې د امیرالمؤمنین حفظهالله د عالي حکم پر بنسټ پر ۱۰ زره جریبه ځمکه جوړېږي.
ښاغلي عزیزی دغه پروژه د هېواد د صنعتي کېدو په لور یو مهم ګام بللی او ویلي یې دي، چې دا به د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، اقتصادي ودې او د هېواد د ځانبساینې په بهیر کې مهم رول ولوبوي.
نوموړي همداراز د یو شمېر صنعتي کارخونو، په ځانګړي ډول د اوسپنې ویلې کولو (ذوبآهن) له هغې کارخونې څخه هم لیدنه کړې، چې تازه په دې ولایت کې د جوړېدو په حال کې ده.
ورته مهال نورالدین عزیزی د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د دا ډول کارخونو پراختیا او رامنځته کول د اقتصاد پیاوړتیا، د صنعت ودې او د هېواد د ځانبساینې د بهیر چټکتیا کې اغېزناک دي.

