په کابل کې د ترکیې د سفارت سرپرست سادین آیلدز د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې لیدنه کې د سیمهییزو تحولاتو او د چین اورمچي ښار کې د ترسره شویو مذاکراتو په اړه خبرې شوې دي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې مولوي امیرخان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې مثبتې ارزولې او په دې برخه کې یې د ترکیې د منځګړیتوب پخوانۍ هڅې مهمې بللې دي.
نوموړي د پاکستاني لوري سره د وروستیو مذاکراتو په اړه ویلي، چې تر دې دمه مثبت پرمختګ شوی او هیله یې څرګنده کړې، چې جزئي تخنیکي مسایل به د خبرو د پرمختګ بهیر له خنډ سره مخ نه کړي.
ورته مهال د ترکیې د سفارت سرپرست ویلي، چې هېواد ته یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مثبتې اړیکې ځانګړی اهمیت لري او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

