د افغاني سرې میاشتې لوی رییس شیخ شهاب الدین دلاور په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له رییس ډاکټر حسام فیصل سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د بشري همکاریو پر پیاوړتیا، د مرستو په تنظیم او د همغږۍ پر زیاتوالي او د فعالیتونو ګټورتیا لپاره پر عملي لارو چارو خبرې شوې دي.
دغه راز دې لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو پر پراختیا، اړمنو ته پر وخت د مرستو لپاره د میکانیزم په جوړولو هم خبرې شوې دي.

