ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د حیرتان بندر له لارې څه باندې ۳۶ زره د قره قل پوستکي صادر شوي

د هېواد په شمال زون کې د قره‌قل د صادراتو د پراختیا انسټیټیوټ مسولین وایي، چې سږ کال له ۳۶ زره ډېر د قره‌قل پوستکي د بلخ ولایت د حیرتان بندر له لارې بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د یادې ادارې د مسوولینو په وینا، د هېواد شمالي او شمال‌ختیځ ولایتونه په افغانستان کې د قره‌قل پوستکي د تولید له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي.

په مزارشریف ښار کې صنعت‌کاران وایي، سره له دې چې د خلکو سلیقې بدلې شوې دي، خو دا صنعت لا هم په هېواد کې ژوندی دی او د قره‌قل محصولات د خلکو په یوه برخه کې خپل ځانګړی ځای لري.

د دغو صنعت‌کارانو په وینا، اوزبیکستان، ترکمنستان او روسیې ته د صادراتو دوام د دې صنعت پر دوامداره غوښتنې دلالت کوي.

د یادونې وړ ده، چې قره‌قل د افغانستان له تاریخي او دودیزو صنعتونو څخه دی، چې د ډېرو کورنیو لپاره د عاید یوه مهمه سرچینه بلل کېږي او د قیمتي کمپلو او ژمنیو جاکټونو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېږي.