ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د ۵۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د سوداګریزو غونډو او نښلون په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د ۵۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

د یاد وزارت په وینا، دغه ناسته د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی، د اوزبیکستان د اندیجان والي شهرت‌بیک عبدالرحمانوف او د یاد هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې د رییس دوران وهابوف په ګډون ترسره شوي دي.

وزارت زیاته کړې، چې دغه هوکړه‌لیکونه په بېلابېلو برخو لکه تولید، صنعت، کرنه او صادراتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوي دي.

په همدې حال کې، نورالدین عزیزی سوداګریزې ناستې د هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې د کچې د لوړولو یوه مهمه لاره بللې او ویلي یې دي، افغانستان د کرنیزو محصولاتو او پراخو معدني سرچینو په درلودلو او اوزبیکستان د فعال صنعت په لرلو سره کولی شي ښه اقتصادي تعامل ولري.

بل‌خوا، د اندیجان والي شهرت‌بیک عبدالرحمانوف د تېر کال د سوداګرۍ د کچې په اړه ویلي، چې په وروستیو کې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي او تمه ده، چې له دې وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه نوره هم زیاته شي.

د یادونې وړ ده، چې یادې هوکړې د اوسپنې ویلې کولو کارخونو جوړولو، د پنبې پروسس، افغانستان کې د سمنټو تولید، د نطفه‌لرونکو او نسلي چرګوړو، اوزبیکستان ته د افغانستان ډبرو سکرو صادراتو او د موټرو پورزو برخه کې لاسلیک شوي دي.