د ایران د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه د عمان په سمندر کې پر یوې ایراني سوداګریزې کښتۍ د برید ادعا کړې او امریکا یې د «اوربند په نقض» او «سمندري غلا» تورنه کړې ده.
د دغې قرارګاه ویاند ابراهیم ذوالفقاري ویلي، امریکایي ځواکونو پر یادې کښتۍ ډزې کړې او خپل سرتېري یې د کښتۍ پر سر ښکته کړي دي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د ایران وسلهوال ځواکونه به دې پېښې ته «قاطع ځواب» ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، چې امریکايي سمندري ځواکونو یوه بار وړونکې کښتۍ، چې د ایران بیرغ پرې و، د خبرداریو له نه منلو وروسته درولې او نیولې ده.
ټرمپ پر ټولنیزو رسنیو ادعا کړې، چې یادې کښتۍ هڅه کوله د امریکا له سمندري محدودیتونو تېره شي.
د هغه په وینا، د کښتۍ عملې د ډزو خبرداریو ته پام ونه کړ، له همدې امله امریکايي ځواکونو د هغې د ماشین برخه په نښه کړه او کښتۍ یې ودروله.

