د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراييوي رييس ملا عبدالحق همکار، د تاجيکستان په پلازمينه دوشنبه کې د ياد هېواد د انرژۍ له وزير دلير جمعه سره ليدلي او د برېښنا په برخه کې د همکاريو پر پياوړتيا او د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د پرمختګونو او ننګونو په اړه يې ورسره خبرې کړي.
د افغانستان برېښنا شرکت د مسولينو په وينا؛ ياده ليدنه کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراييوي ریيس د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د چارو پر چټکتيا، د دغې پروژې پلي کوونکو قراردادي شرکتونو د احتمالي ستونزو پر حل او د تخنيکي همغږۍ پر پياوړتيا ټينګار وکړ.
بل خوا د تاجيکستان د انرژۍ وزير د يادې پروژې ستراتيژيک اهميت ته په اشارې سره وويل، چې کاسا-۱۰۰۰ پروژه نه يوازې د سيمهييز اتصال يو مهم ګام دی، بلکې د انرژۍ د تبادلې او اقتصادي همکاريو د پراختيا لپاره هم يو بنسټيز فرصت برابروي او د دې پروژې د چارو په همغږۍ او چټکتيا کې يې د دوامداره هڅو او ملاتړ ډاډ څرګند کړ.
د يادونې وړ ده، چې کاسا-۱۰۰۰ پروژه د مرکزي او جنوبي اسيا ترمنځ د برېښنا لېږد ګډو همکاريو يوه مهمه پروژه ده، چې عملي چارې يې په کور دننه د پام وړ پرمختګونه لري.

