د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیعالحق د قزاقستان د ایکالوژۍ او طبیعي سرچینو وزارت له مرستیال منصور اوشوربایف سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس سیمهییزې ایکولوژیکي غونډې ته د افغان پلاوي د رسمي بلنې له امله د قزاقستان څخه مننه کړې او په دغه ډول سیمهییزو غونډو کې ګډون یې د نظرونو او تجربو شریکولو او د څو اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره مهم فرصت بللی دی.
ورته مهال، د قزاقستان د ایکالوژۍ او طبیعي سرچینو وزارت مرستیال د اقلیمي بدلونونو له امله د رامنځته شویو ننګونو پر وړاندې ګډه مبارزه یوه بیړنۍ اړتیا بللې او په دې برخه کې یې د همغږو سیمهییزو پروګرامونو پر پراختیا ټینګار کړې دی.
په پای کې دواړو لوریو د دوهاړخیزو همکاریو پر پراختیا، د معلوماتو او تخنیکي تجربو پر شریکولو او د چاپېریالي ننګونو پر وړاندې پر اغېزمنې مبارزې ټینګار کړی دی.

