ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بهرنیو چارو وزارت: قطر کې د امریکا تګ ته په تمه هېوادوال کولاي شي په ډاډه زړه هېواد ته راستانه شي

بهرنیو چارو وزارت قطر کې د یو شمېر افغانانو د وضعیت په اړه راپورونو ته په غبرګون کې ویلي، هغو کسانو ته چې د امریکا ویزې ترلاسه کولو په تمه دي، وړاندیز شوی چې یا افغانستان ته ستانه شي او یا په درېیم هېواد کې پاتې شي.

د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه اعلامیه کې ویلي، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او له دغو هېوادوالو او نورو ورته کسانو څخه غوښتنه کېږي چې په ډاډه زړه هېواد ته راستانه شي.

د اعلامیې له مخې، د ټولو افغانانو د بېرته ستنېدو زمینه برابره شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، که یو شمېر هېوادوال غواړي بل هېواد ته ولاړ شي، کولی شي په مناسب وخت کې د قانوني لارو او د انساني کرامت په ساتلو سره اقدام وکړي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د دوه‌اړخیزو قونسلګریزو اړیکو په چوکاټ کې او د منظم میکانیزمونو له لارې د افغان اتباعو د حقونو د ساتنې لپاره له نورو هېوادونو سره د همکارۍ لپاره چمتو دی.

عبدالقهار بلخي ویلي، دا مهال د هېواد دننه د وګړو پر وړاندې هېڅ امنیتي ګواښ نشته او هېڅوک د امنیتي اندېښنو له امله افغانستان پرېښودو ته اړ نه دي.