ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزیر: د کابل بالا‌حصار ساتنه او پالنه د ټولو ګډ مسولیت دی

د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیراحمد حقاني د یوه پلاوي په مشرۍ د کابل بالا‌حصار له لابراتوار، موزیم، د لرغونو آثارو له نندارتون او د بیارغونې له روانو چارو څخه لیدنه کړې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د وزارت ویاند قاري خبیب غفران، د بهرنیو اړیکو رییس شفیق احمدزي او یو شمېر نورو مسلکي مسوولینو هم ګډون درلود.

د لیدنې په پيل د اغاخان فرهنګي بنسټ استازي انجنیر اجمل میوندي د یادې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې دغه بنسټ د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همغږۍ په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼې بیارغنیزې پروژې پلي کړې دي، چې یو شمېر یې بشپړې شوې او پر نورو کار روان دی.

د نوموړي په وینا، په بالا‌حصار کې موندل شوي لرغوني آثار لومړی په لابراتوار کې ارزول کېږي، وروسته په موزیم کې ساتل کېږي او بیا ملي موزیم ته لېږدول کېږي.

بلخوا، د اطلاعاتو او کلتور وزیر بالا‌حصار د هېواد له مهمو تاریخي سیمو څخه وباله او ټینګار یې وکړ، چې دا سیمه د افغانستان د لرغوني تمدن او تاریخي هویت څرګندونه کوي.

نوموړي زیاته کړه، د دې تاریخي ځای ساتنه او پالنه د ټولو ګډ مسولیت دی او باید د خوندي ساتنې او راتلونکو نسلونو ته د سم ورپېژندنې لپاره هر اړخیزې هڅې وشي.

په پای کې، د اطلاعاتو او کلتور وزیر د اغاخان فرهنګي بنسټ له فعالیتونو ستاینه وکړه او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړ.