ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي: د ورزشي ډيپلوماسي له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې کړو

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د دودیزې غیږنیونې جشنوارې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره لیدنه کړې ده.

نوموړي په دې لیدنه کې د افغانستان او سیمې ترمنځ کلتوري اړیکې تاریخي بللې او ویلي یې دي، چې د ورزشي ډیپلوماسۍ له لارې غواړي له نړۍ سره اړیکې نورې هم پیاوړې او پراخې کړي.

ښاغلي متقي زیاته کړې، چې د لوبغاړو لپاره د ویزو او نورو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې هڅې روانې دي.

مولوي امیرخان متقي همداراز ویلي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د دودیزو لوبو او ورزشونو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

بلخوا، د ګډون کوونکو هېوادونو ورزشي استازو د سیالیو د تنظیم او د افغانانو د مېلمه‌پالنې ستاینه کړې او په دې برخه کې یې د همکارۍ او ګډ کار ژمنه کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې د اوو هېوادونو ترمنځ د دودیزې غیږنیونې نړیواله جشنواره د افغانستان په کوربتوب د تېرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې پیل شوې، چې له اوزبیکستان، قرغيزستان، ترکمنستان، تاجیکستان، ايران او ترکيې هيوادونو څخه پکې ۶۰ بهرنیو او ۱۰۰ داخلي لوبغاړو ګډون کړی و.