ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

روسي شرکتونه په افغانستان کې د برېښنا شبکو د پراختیا په برخه کې همکاري کوي

د افغانستان برېښنا شرکت مشرتابه روسیې ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد د برېښنا سکتور د یو شمېر تولیدي او تخنیکي شرکتونو له رییسانو سره لیدلي او پر یو شمېر موضوعاتو ورسره هوکړې ته رسېدلي دي.

برېښنا شرکت وایي، روسي شرکتونه افغانستان کې د برېښنا شبکو پراختیا، تخنیکي زده‌کړو او د برېښنا انرژۍ نورو اړوندو برخو کې همکاري کوي.

د دې شرکت په وینا، چې د یادو شرکتونو تخنیکي ډلې به په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته راشي.