د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وایي، ټاکل شوې ده سبا (دوشنبه، د غویي ۷مه) د جوزجان ولایت د یتیم تاق د سمنټو سترې کارخونې عملي چارې رسماً پیل شي.
نوموړي زیاته کړې، دغه پروژه د ۱۶۰ میلیونه امریکایي ډالرو په پانګونې سره عملي کېږي او د هېواد د کانونو او ساختماني خامو موادو د تولید په برخه کې له مهمو پروژو څخه شمېرل کېږي.
د ښاغلي افغان په وینا، دغه کارخونه به په ورځ کې د ۳۰۰۰ ټنه سمنټو د تولید ظرفیت ولري او شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو ته به په مستقیم او غیرې مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

