د امارتي شرکتونو عمومي ریاست وایي، چې د افغانستان د نفت او ګاز امارتي شرکت په حیرتان بندر کې د کابل بانک د دویم نمبر زېرمو د بیارغونې پروژه پیل کړې ده.
د یاد ریاست په وینا، د دغو زېرمو ټولیز ظرفیت ۶۰ زره ټنه دی، چې دا مهال یې شاوخوا ۲۰ زره ټنه کارول کېږي او هڅې روانې دي، څو پاتې ۴۰ زره ټنه ظرفیت هم په بشپړ ډول فعال شي.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، دغه زېرمي په تېرو ۱۷ کلونو کې غیرې فعالې وې، چې اوس یې د بیارغونې بهیر د حیرتان بندر د نفت او ګاز ریاست تر څار لاندې په منظم ډول روان دی.
د یادونې وړ ده، چې د اوسپنې پټلۍ اړوند اسانتیاوې هم برابرې شوې دي، څو دغو زېرمو ته د واګونونو د لېږد زمینه برابره شي.

