ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

روسيې له افغانستان سره د انرژۍ برخه کې د همکاریو ژمنه کړې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ملا عبدالحق همکار روسیې ته د سفر په لړ کې، د یاد هېواد د انرژۍ مرستیال ولادیمیر خازوف سره د ګډو همکاریو په تړاو ناسته کړې ده.

په دې ناسته کې د روسیې انرژۍ وزارت مرستیال ولادیمیر خازوف د انرژۍ برخه کې یې له افغانستان سره د همکاریو ژمنه کړې ده.

 د افغانستان برېښنا شرکت وايي، په دې ناسته کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ملا عبدالحق همکار د انرژۍ برخه کې د دوه اړخیزه همکاریو پیاوړتیا مهمه بللې ده.