د هېواد په جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د برېښنا رسولو درې سترې پروژې د نږدې څلور میلیارده افغانیو په لګښت پيل شوې.
د دغو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده، د اوبو معین مجیبالرحمن عمر آخندزاده، د فاریاب والي ملا عبدالاحد فضلي او یو شمېر سیمهییزو چارواکو ګډون کړی و.
د معلوماتو له مخې، په جوزجان ولایت کې د قوشتیپې او درزاب ولسوالیو د برېښنا پروژه د ۱.۸۸۶ میلیارد افغانیو، په سرپل ولایت کې د ګوسفندي، سوزمهقلعه او سنګچارک ولسوالیو پروژه د ۸۸۰ میلیونه افغانیو او په فاریاب ولایت کې د پښتونکوټ، ګرزیوان او بلچراغ ولسوالیو پروژه د ۱.۱۲ میلیارد افغانیو په لګښت پلې شوې.
چارواکي وایي، د دغو پروژو لګښت د اسلامي امارت له بودجې تمویلېږي او ټاکل شوې ده چې چارې به یې د درېیو کلونو په موده کې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده، چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به په یادو ولسوالیو کې زرګونه کورنۍ د برېښنا له اسانتیاوو برخمنې شي.

