بهرنیو چارو وزارت نن په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړ او د کونړ په مرکز کې پر پوهنتون سربېره د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځي رژيم له لوري پر ملکي اهدافو او عامه تاسیساتو د بریدونو په تړاو یې خپل احتجاجلیک ورته وسپاره.
وزارت د افغانستان د هوايي حریم نقض او د ملکي وګړو پر وړاندې بریدونه په کلکو ټکو وغندل او دا یې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض، د نړیوالو اصولو خلاف او پاروونکی عمل وباله.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د پاکستان هغه ادعاوې چې ګواکې تاوتریخوالی د افغانستان له لوري پیل شوی، بېبنسټه دي او ټینګار شوی چې د وضعیت ریښې باید په دقت وڅېړل شي.
همدرنګه د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د خپلې خاورې او خلکو د دفاع مشروع حق محفوظ ګڼي او له پاکستاني لوري یې غوښتي چې له ورته کړنو ډډه وکړي.
د وزارت په وینا، د دغو اقداماتو دوام به ناوړه پایلې ولري.

