د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې د بلخ ولایت د حیرتان دوراهي باروړونکي ترمینل د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د یاد وزارت په وینا، د عصري او مجهز باروړونکي ترمینل دغه پروژه د ۸۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو کلونو په موده کې پر زر جریبه ځمکه پلې کېږي.
د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې دوهپوړیزه ودانۍ، د وسایطو منظم تمځایونه، اداري دفترونه، ورکشاپونه او نورې اړینې اسانتیاوې شاملې دي.

