روسیې او اوکراین تایید کړې، چې د امریکا په منځګړیتوب یې د درې ورځني اوربند پر هوکړه سلا کړې ده؛ هغه اوربند چې ټاکل شوې د مې میاشتې له ۹مې تر ۱۱مې نېټې پورې عملي شي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هیله څرګنده کړې، څو دغه موقت اوربند وغځول شي، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو او د سولې خبرو لپاره لا ډېره زمینه برابره شي.

