ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله: د ولسونو د هوسا او پرمختللي ژوند لپاره به لا ډېر کار وشي

د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله له لوري د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه اړوند د صافیانو په سیمه کې د یوې سترې عیدګاه د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله ویلي، اسلامي امارت ژمن دی چې د خلکو د هوسا، ارام او پرمختللي ژوند لپاره په بېلابېلو برخو کې لا ډېر کار وکړي.

نوموړي همداراز له خلکو غوښتي، چې د عامه تاسیساتو په ساتنه او پالنه کې خپل مسولیت ادا کړي.

د یادونې وړ ده، یاده عیدګاه د زرګونو لمونځ کوونکو لپاره جوړېږي او بېلابېلې اسانتیاوې به ولري.