ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي عبدالکبیر او د لوګر والي لیدنه؛ د راستنو شویو کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوي

د مډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د لوګر ولایت له والي قاري صلاح‌الدین ایوبي سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې، چې د لوګر د کډوالو چارو رییس هم شتون درلود، په یاد ولایت کې د راستنو شویو کډوالو د وضعیت او ورسره د شویو مرستو په اړه معلومات شریک شول.

د لوګر والي قاري صلاح‌الدین ایوبي ویلي، چې تر دې دمه له راستنو شویو سره د اسلامي امارت او یو شمېر مرستندویو بنسټونو له لوري د لومړنیو توکو او خدماتو مرستې شوې دي.

دغه‌راز نوموړي په لوګر کې د راستنو شویو د ستونزو د دایمي حل لپاره ځانګړي شوي ښارګوټي مهم بللي او زیاته کړې یې ده، چې د زرګونو راستنو شویو کورنیو د دایمي استوګنې لپاره د څو ښارګوټو جوړولو پلان تر کار لاندې دی او تمه ده چې لومړنۍ چارې یې ژر بشپړې شي.

ښاغلي ایوبي همداراز د کډوالو د ښارګوټو د پاتې چارو د چټکتیا په اړه خپل وړاندیزونه هم شریک کړل.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د لوګر د والي او د کډوالو چارو د مسولینو هڅې ستایلې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د اړوندو ادارو له لارې د راستنو شویو او بې‌ځایه شویو هېوادوالو ستونزو ته د رسېدنې هڅې کوي.

نوموړي د راستنو شویو لپاره د لا ډېرو مرستو د برابرولو یادونه هم وکړه.

د غونډې په پای کې وړاندې شوي وړاندیزونه مهم وبلل شول او مولوي عبدالکبیر ډاډ ورکړ، چې له اړوندو ادارو سره به د کډوالو د ښارګوټو د چارو په اړه همغږي وشي.