ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او قره‌قالپاقستان جمهوریت ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره دوه‌اړخیزه ناسته وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت او اوزبیکستان د قره‌قالپاقستان د لوړ پوړي پلاوي ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او د پانګونې اړوند اړیکو د پراختیا لپاره ګډه ناسته شوې ده. 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په دې ناسته کې، د افغانستان د پنبې، ډبرو سکارو، تازه او وچې مېوې د صادراتو زیاتوالي، د خوړو او ودانیز صنایعو د پراختیا، د ګرځندویۍ صنعت پیاوړتیا، د معدني توکو د پروسس او د افغانستان د اړتیا وړ برخو کې د ګډې پانګونې او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

د قره‌قالپاقستان جمهوریت د پارلمان رییس امان‌بای اورینبایف ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دوی د هېواد د سوداګرۍ خونې په روسیه، قزاقستان او قرغیزستان کې پرانیستل شي.

د نوموړي په وینا، دغه خونې به د افغانستان د صادراتي توکو د بازارموندنې او لېږد په برخه کې همکاري وکړي.

بلخوا، نورالدین عزیزي وړاندیز کړی، چې د اوزبیکستان د قره‌قالپاقستان لپاره دې په ترمز بازار کې د همغږۍ او اړیکو دفتر جوړ شي، ځکه د ده په وینا دا ډول دفترونه د دواړو لوریو د خصوصي سکتور ترمنځ د اړیکو او سوداګرۍ د اسانتیا سبب ګرځي.

نوموړي زیاته کړې، چې د حیرتان په دوراهي کې دوه زره جریبه ځمکه د اقتصادي زون د جوړولو لپاره ځانګړې شوې او د اوزبیکستاني پانګه‌والو لپاره د پانګونې مناسب فرصتونه برابر شوي دي.

په همدې حال کې، د اوزبیکستان پلاوی به د خپل دغه سفر پر مهال په دوه‌اړخیزو او سوداګریزو غونډو او همداراز په بلخ ولایت کې د اوزبیکستان د تولیداتو د نندارتون په پرانیستنه کې ګډون وکړي.