د ټولګټو ویاند محمد اشرف حق شناس وایي، چې په تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د غویي له ۱۱مې څخه تر۱۷مې) نېټې پورې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۳۵ زره او ۳۶۲ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، د حیرتان بندر له لارې ۱۶۰زره او ۶۳ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۸ زره او ۶۹۵ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۲۳ زره او ۶۱۶ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۳۲ زره او ۹۸۸ ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال ۲۳۵ زره او ۳۶۲ ټنه نفتي، غیرې نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د ښاغلي حق شناس د معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تېره اوونۍ کې (۱۱۹۲) ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه وچه میوه معدني ډبرې او دانارجوس دي.
نوموړي زیاته کړې، هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کېاقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
دغهراز د ښاغلي حق شناس په وینا؛ ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.

