اسلامي امارت د پاکستاني چارواکو هغه څرګندونې رد کړې، چې ادعا یې کړې وه د بنو په سیمه کې د پولیسو پر مرکز شوی برید په افغانستان کې پلان شوی دی.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد ویلي، دغه ادعاوې بېبنسټه دي او اسلامي امارت یې په کلکه ردوي.
ښاغلي مجاهد ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د شته ستونزو حل د تورونو، ګواښونو او احساساتي دریځونو پر ځای د تفاهم، متقابل احترام او رښتینو همکاریو له لارې ممکن بولي.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت یو ځل بیا خپل دریځ روښانه کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارېږي او هیچا ته به اجازه ور نه کړل شي چې د سیمې امنیت او ثبات ته زیان ورسوي.

