ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان د رنګ تولید ټولنه: د رنګ په تولید کې په ځان بسیا شوي یو

د افغانستان د رنګ تولید ټولنه وایي، چې دا مهال هېواد د رنګ د تولید په برخه کې په ځان بسیا شوی او د بهرنیو هېوادونو د رنګ واردولو اړتیا کمه شوې ده.

د ټولنې غړي له اسلامي امارت څخه غواړي، چې د کورني تولید د ملاتړ لپاره پر وارداتي رنګونو ګمرکي تعرفه لوړه کړي، تر څو د رنګ د تولید کورنی صنعت لا پیاوړی شي.

رنګ، چې د کورونو او ودانیو د ښکلا لپاره کارول کېږي، پخوا تر ډېره له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته واردېده، خو اوس د افغانستان د رنګ تولید ټولنه وایي، د هېواد په کچه د رنګ شاوخوا ۸۰ کارخونې فعالیت کوي او د بازار د اړتیاوو له مخې بېلابېل ډولونه رنګ تولیدوي.

د رنګ د تولید یو شمېر کارخونې هم د خپلو تولیداتو د کیفیت په اړه ډاډ څرګندوي او وایي، کورني تولیدات د نړیوالو معیارونو له مخې جوړېږي. دوی له حکومت څخه غواړي، چې د کورني صنعت د ملاتړ لپاره پر وارداتي رنګونو ګمرکي تعرفه لوړه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوسهمال د ټول هېواد په کچه نږدي ۶ رزه کارخونې فعالیت کوي، په ۵۰۰ سکټورونکو کې ټولید لري، چې په ۱۳۴ سکټور کې په ځان بسیا او ۳۵۰ سکټورونو کې نیمه بسیاینې ته رسیدلي دي.