د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره د ټیلیفون له لارې د دواړو هېوادونو پر دوهاړخیزو اړیکو او د سیمې پر وروستیو تحولاتو خبرې کړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو لوریو د تاوتریخوالي د کمولو او په سیمه کې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو پر دوام او ګډې همغږۍ هم سلا مشورې وکړې.
یاد وزارت زیاته کړې چې د قطر لومړي وزیر د امریکا او ایران ترمنځ د تفاهملیک د مادو د عملي کېدو غوښتنه کړې، چې په کې د هرمز په تنګي کې د بېړیو د ازاد تګ راتګ تضمین هم شامل دی.

